Farid Khan
ده تللیو خلګـو په خوب لیدل‘ یو دردونـــــکی ملاقات دی/: اړيکه او د تبادلې لپاره 👈 @Farid_khaan1 فريد_خان
Show more1 250
Subscribers
+224 hours
-37 days
+430 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
Photo unavailableShow in Telegram
بانو قدسیه وایي؛
”نر چې د روزی ګټلو لپاره ځي نو کله کله ذلت هم له همدي وجي برداشت کوي تر څو هغوي چې د کور په څلورو دیوالونو کې ي پریښي د عزت ژوند وکړي، نر هغه هستي ده چې له کم عمر نه نیولي بیا د غسل تر تخته پوري د نورو لپاره ژوند کوي.“
نو هغه لاسونه ښکل کړي چې تل ي مینه او عزت درکړي... 💞
❤ 2
Photo unavailableShow in Telegram
موږ هېڅوک...
له ژونده نه دې شړلي
د هر چا چې زړه موړ شو
خپله يې پرېښودلو
❤ 1
Repost from 🖤__ډيوې ډيوې ماښام_🕯️
کله کله ما ته داسې ښکاري کله چې خلک غواړي له موږ څخه جلا شي، په قصدي توګه زموږ کمزوري پیداکوي او موږ ځوروي،ترڅو موږ په غوصه کې بې ځايه خبرې وکړو او هغوی ته له موږ څخه د جدا کېدو فرصت په لاس ورشي.
انسان ډېر خودغرضه دی که خوښه یې وي نو حتی مړ شوی انسان هم د کلونو کلونو لپاره په خپل زړه کې ژوندی ساتلی شي او که خوښه يې نه وي، نو ددې ټولو باوجود هم خنډ جوړولای شي هغه ژوندی په قبر کې خښولی شي.
انسان خپل ټول عمر او ټولې لوبې د خپلو غوښتنو او ارمانونو مطابق ترسره کوي.
❤ 3👍 2
انسان فطرتًا انسان خوښوي، ياني يوڅوک د نورو خلکو په نشتون کي شايد د خستګۍ او ديغت له وجي ومري، سره له دې چي د ژوند ستونزي يې حل او هر خدمت ته يې ربوټان ولاړ وي.
دا موضوع په نسبي ډول نوره هم مهمه ده: هغه سړى چي دريځ، مينه، عاطفه، احساسات، غوصه، خوشالي او خفګان ولري، تر هغه چا ډېر اجتماعي، غوره او د خلکو د پام وړ دى، چي دا اوصاف نلري او بې تفاوته وي، ځکه بې تفاوتي د ربوټ خاصيت دى.
ټوله ورځ تلویزیون يا انټرنيټ وګوره يا د ChatGPT سره بانډار وکړه، زړه به دي همداسي ډک پاته سي او پرېشاني به دي دوه برابره سي؛ خو لس دقیقې د هغه چا سره خبري وکړه، چي تا درک کولاى سي، زړه به دي خالي سي او د پام وړ بدلون درپکښي راسي.
هدف دا دى چي بې تفاوتي ښه سړيتوب نه، بلکي د ټولنيز ژوند څخه لري والى او د مسؤليت څخه تېښته ده او تاوان يې دا دى چي بيا ستا پر وړاندي هم خلک بې تفاوته پاتيږي او اهميت نه درکوي
👏 3👍 2
مونږ کوشش کوو چې لۀ ژوند سره پۀ ډېر صداقت مخ ته لاړ شو
هره ورځ ځان ته دا تمه ورکوو چې نن ونۀ شو سبا به مو ژوند کې د رنګين فصل اغاز وشي
سبا راشي, زمونږ د تمې بر عکس لا پسې تريخ وي, لا مو قوي کوي او پۀ تېره ورځ مو شکر کولو ته اړباسي, بيا د خير دعا کوو او د بل سبا خير غواړو
پۀ همدې سبا او بل سبا کې زمونږ ژوند داسې يؤې مرحلې ته رسېږي, چې بيا د ځان د سمېدو نه هم زړۀ توري کېږو, اخر لۀ هر څۀ غورزو او يؤه دنيا هيلې او ارمانونه ځان سره لۀ تورې تبۍ لاندې ښخوو
ژؤند ختم شي او د دنيا لۀ هرې سر دردۍ او انډوخره مو ايله اوږې سپکې شي
👍 2
Choose a Different Plan
Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.