cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

النبوي بصري څانګه

النبوي بصري څانګه دهیواد دپرمخ تللو ادب فوهانو اوشـــاعرانو په جالیبوموضوعاتو جوړاشعار ستاسی درانه حضـــــــــــور ته وړاندي زمـــوږ سره پاتي شۍ په درنښت دمسؤل رابطه https://t.me/abawynat88

Show more
Advertising posts
5 212
Subscribers
-524 hours
-67 days
-1130 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

مسلمانې خورې!: د سپین ایمان او د عفت پۀ رنګ اغږلې ښه یې! لکه غوټۍ تۀ د حیا پۀ شال پوښلې ښه یې! غربي تهذیب دې دوکه نکړي مسلمانې خورې! تل ابرو منه، پتیالۍ ښه یې، آغلې ښه یې! دا کوم حیثیت او کوم حقوق چې پاک اسلام درکړي تۀ لۀ همدې نه برخمنه او سپېڅلې ښه یې! چې د ښکلا پانوس دې لومه د ناقوس وا نخلي تۀ! د اسلام پۀ حجابونو کې پېچلې ښه یې! تۀ کور ودانه یې، تۀ مور یې، او تۀ خور یې، خورې! پۀ کور دننه، د عزت پۀ جامه وللې ښه یې! د روح هنداره دې چې نفس او شیطان ماته نکړي د پاک الله او د رسول پۀ لاره تللې ښه یې! تۀ! پۀ وَقَرْنَ فِيْ بُیُوْتِکُنَّ وکړه عمل بیا نو تۀ ښه یې، او منصور درمان ستائلې ښه یې! م منصور درمان #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
👍 4💘 1
::ښې اړیکې :: ننګ غیرت دي رامعلوم دی پاکستانه یو دي تار یو دي اټوم دی پاکستانه خو زما تاریخ دي سم نه دی لوستلی طالب جان مي اصلي نوم دی پاکستانه زه روزلی سپین سپیڅلي امارت یم چي په ډار ترې پارس او روم دی پاکستانه مونږ همیش درسره ښې اړیکي غواړو خو ستا فکر لا ماشوم دی پاکستانه زموګ افواج دتیارسی حالات کې ناست دي پاریدلی بیا قلزوم دی پاکستانه ستا دهري بدي کړني ځواب ګوی یو دا عادت زما دعموم دی پاکستانه زه احمد تکل یې کړم درنه پوښتنه که یاسر بابا مي ګوم دی پاکستانه احمدتکل #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
2👍 1💯 1💔 1🤝 1💘 1
ارمان وړمه په زړه کې تر لحده محمده سرداره  مـــبــارکـــه وه احمده  محمده زه ستا په مینه غرق یمه اُمید لرم وتاته بــاور پــه تا لرمـــه صد فیصده مـحمده که ته چیرته اُمید وکړی وماته دستایلو نو تیر به شم دژوند له هر مقصده محمده له لاسه به مې ونیسې هغه ته به مې ستون کړی یوته مې رسوای سی تر احده محـــمده نو درست جهان به وژاړې اواز که چرته واورې درناري که له زړه کړم محمده محمده که چیرته له اسحاقه سره مل شې پس له مرګه مننه به دې وکـړم له مـــدده محـــمده اسحاق #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
2👍 1💔 1
:: درڼا وړانګي :: مړشې د اشنا ددید آرمانه لیونیه صبر شه زړګیه دلته دبیلتون سیلۍ چلیږي پسرلیه صبر شه زړګیه ته مي په پلازمینه کي دزړه ځانګړی ځای لرې ای دزوروري میني درده کله پای لرې یوبه سي ازار زما ددوو سترګو لالیه صبر شه زړګیه هر لور ته خوري دي دسپین مخ درڼا وړانګي دي ځکه ماتي ماتي زما دتاندو هیلو څانګي دي څنګه شوې زرې زرې غمی غمی غمیه صبر شه زړګیه مخته ځم دخپل فکر سوارلي په مخه کړی یم ورک یم پخپل ځان کې خاموشي په مخه کړی یم زه احمد تکل یم د دردونو لارویه صبر شه زړګیه احمد تکل #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
💔 2💘 2👍 1
ګـوربــت ګـوربــت وردګَ د اتــلو زلــمو کور یې د ستر او تاریخ ساز استاد یاسر د زړه ټکور يې ګوربت ګوربت وردګَ سالار يې او سالار دې هـدیره د یرغلګرو منـو هـر ستــمګر دې پرځـولئ شمـــلورو غازي مو هره ونه هر یو کاڼۍ بهــــــادرو ثابت یئ له لســیزو له پــېړیـو مخــــورو تل غېږه کې ساتې اتل زلمي د غیرت شور يې ګوربــت ګوربـــت وردګ ســـیالۍ د قــربانۍ کې يې چټک میدان د وړئ ډګـــر د غیـــــرتونو کې يې کلــک میدان د وړئ د علـــــم، تَعَلُــــــم، تعلیـــم ټوپـک میدان د وړئ روڼ باب يې د تاریخ او هر مسلک میدان د وړئ د هــر هنــر زلمیــو لوی ټـاټوبی یې مشهـــور یې ګوربــت ګوربــت وردګَ هـــــوا د عطـــر وره او اوبــو کې دې شـــفا ده هــر بوټۍ هــره پـاڼه او آن خــاوره دې دوا ده زمزم غوندې چینې او شنه فصلونه د ښکلا ده ښایست د نظـر مـه شه دا د هر زړګي صـدا ده په شنو غرونو رغونو ښکلی پوښ یې او سمسور یې ګوربـــت ګوربــت وردګَ د هر یرغل ستم په وړاندې سپَر يې او فولاد يې بنیـاد او بېخ ایستونـکی د هـر ظلـم او فساد يې زړګۍ د آریـانـا، ویـاړ افتخــار د حُـــر هیواد یې اند فکــــــر عقیــده مو اســـلام پاله چې آزاد یې ورګران يې د شـمـشاد سالار ځیګر د سترګو تور يې ګوربــت ګوربـــت وردګَ محمد حڪیم شمشاد #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
2
غزل نن مخامخ و آینې ته مې ډير وژړله زمونږ نيمګړي يارانې ته مې ډير وژړله ستا د لفظونو موسیقي مې شرنګيده غوږو کې ستا د يادونو ترانې ته مې ډير وژړله چې دوه مين یې بيلوله ما په چغو ژړل خدای شته د فلم دې صحنې ته مې ډېر وژړله زمونږه دومره غريبي وه چې نهر ويديدم د ماشومتوب و زمانې ته مې ډير وژړله خالد د يو ديدن په هيله یبلې پښې راغلمه ولاړ وم ستا و دروازې ته مې ډير وژړله خالد أنس #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
2
محصل وروره ته ګـرانه محصله ڪـوشیش وه کــړه انجـینر شه زده کړَ خپل درسونه په هیوادکي مو ډاکترشه موږخوپه سنګرڪي وو اوالته مو غربیان وژل ستاخـونواوس وخـــت دي ته بلدپه کمپیټرشه ګورا اوس خـو امـن دي وطن کي مـو قرار لرو ته ځـان کــړه اګا په هرڅـه پوسه ملا عمر شه پریږدَ نوردښتونه خپل ښارونه کړه ابادوروره جوړ دي څـړکان کړه خپل وطن ته کاريګر شه وَ ګوره دنــیا ته پـــــر مخ تللې او ابــــاده  ده سیال شه دنړي په دي دنیاڪي شمس قمرشه زه به دي تاریخ پاړوکي لیکم ښکلي باب اشنا جـــــار متــــوڪله ستـــاله شعر اوله  هنر شه طالب متوکل #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
1
ستا بنده ډېر خطا کار یمه او ګرم یم اُمید وار دې زه د فضل او کرم یم بخښه غواړم له عصیانو مي زړه تور دی ستا په درکي توبګار پر ملا راخم یم ته هادي یې ما پر حق لار هدایت کۀ ربّه، زه یو خوار عاجز ابنِ ادم یم ستـا و رحــم ترحــم ته لا شــریکه که هر څو په ګنا بار یم بیاهم کم یم بې حسابه ما أنـس حـمّاسي معاف که ربّه، زه په ګناهونو کې مدغم یم أنـس حـمّاسي #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
کچکول نیولی مي تر وره دي راغلی ستړی یوځل وګوره چي بیایم غریو نیولی ستړی صفت دي شوی ستا دتورو سترګوپه طه کي هم په یاسین شریف کي شوی هم به والضحی کي له هاغه وقت دي بس لمانه زِړګی وړی ستړی ګرزم حرم کي درپسې ګورمه ایخوا دیخوا مین پرتا یمه له وقته چي وکړم دي لِقا هسينه بیامي دا ارمان شي رانیمګړی ستړی أي د صفا او دمروا صاحبه تالټوم کتاب کتاب حاشه حاشه باندي اشنا لټوم دعرفات پر غونډي ژاړم جل وهلی ستړی په ژوند خو مي دیدن ونکړو تر مزاره راغلم سلګو اخیستی یاره ستا تر کور اوښاره راغلم *جامِي مُبارک* دمزار سرته دي غلی ستړی جامِي مُبارک #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
کابله!!!!!! دهمدغو سپــــــــــــين پـــــــګړئيو برکت دغه نوم چي دي کابله اوس اوچت دی لا بـــــه نور سر لوړی کېږې په جهان کي خوږ طـــــالب دي تکل کړی دخدمت دی استقلال ســـــــــتا دزرګــــــونو شهيدانو ثمــــــــــــره ده دسرو وينو امانـــــت دی خپل مو واک خپل مو اختيار خپل مو وطن دی دا راغلی امن لوی دخدای نعمت دی مــــــدرسې او مکتوبونه به راجوړ کـړئ وتعلـــــــيم او تربــــــيې ته ضرورت دی وزاهــــــــــــد تـــــــه قدر نه لري لوټونه وزاهد ته ارځښتناکه انــــــــسانيت دی هدايت الله زاهد #النبوي_بصري_څانګه
Show all...
👍 1 1
Choose a Different Plan

Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.