cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

《◈دنَبِی کَرِیمﷺحَدِیثُونَه◈》

ګرانو مینوالو کوشش وکړی چی ددی بیکاره مجازی نړی سه شه ګټه واخلو دغه ټلکرام باید ستاسو دثواب دګټولو وصیله شی نه دعذاب سبب ومن الله توفیق

Show more
Advertising posts
5 673
Subscribers
+124 hours
-247 days
No data30 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

⭐️🆕⭕️🙂⭐️ مهم او غوره لیست سمون اوبدلـــــــــون فکري روزنتـــــــــون حمــــــــــاسي تراني جهــــــــــــادي تراني اصلاحـــــــــي تراني وطـــــــــــــني تراني جهادي ارزښـــــتونه ادبــــــــــــــــي دیره ⭐️✈️⭐️✈️⭐️✈️⭐️✈️ په دي لیست کي تاسو خپل دخوښی چینل انتخاب کړی دلیست د داخل کیدو درابطي نمبر ⬇️ 🔣 @aqsamidva 🔣 په لیست پوسي نشرات ممنوع دي⛔️ مهم چینل 💬💙🔗 👇👇👇 https://t.me/aqsa8090 https://t.me/aqsa8090 https://t.me/aqsa8090
Show all...
نور هم بیا نشروم او لایکونه مو بیخی لږ دی تشویق کوی مننه
Show all...
👍 2🥰 1
غږونه وکړل بيرته عمروبن العاص رضي الله عنه ته ورټول شول ۔ نوربيا راسره اوسۍ په شير کولو کي يي مرسته وکړي چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 310.311.312 ۔ ،
Show all...
3👍 1
( 130 ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص:سپیڅلي أتلان څوک دي؟ (130)برخه" غازيانو کي له شهيدانو پرته په غشو زخميان هم وه دوي اول لمونځ ابوعبيده عامر ابن الجراح رضي الله عنه پسي اداء کړو بيا يي په زخميانو پټي ولږولي وروسته ابوعبيده عامر ابن الجراح رضي الله عنه او خالدبن وليد رضي الله عنه په ټولو غازيانو وګرځيدل زخميانو ته يي وويل تاسي مه خفه کيږۍ دښمن هم ستاسي پشان زخميان او مړي لري خو تاسي د جنت او ثوابونو اميد لرۍ او صليبیان يي نلري بيا يي ورته وويل امتحان سخت دي نو ځکه له ډيري سختۍ وروسته اساني وي دوي ته يي وويل اورونه بل کړۍ چي صليبیانو ته معلومه شي چي مونږ ويښ يو بیا ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه او خالد بن وليد رضي الله عنه ټوله شپه پيره وکړه ۔ بل خوا رومي سراعلي قومندان ماهان خپل جنرالان راټول کړل هغوي ته يي سپکي سپوري ووي چي دومره لږ کمزوري مسلمان ستاسي په وړاندي لکه غرونه ولاړ دي اي بيغيرتو په تاسو څه چل شوي هغوي ورته عذر وکړو چي زمونږ ډيرو خلکو تر اوسه جګړه نده کړي صبا به مونږ ټول جنرالان پخپله ميدان ته وځو او ټول تکړه پهلوانان به په ميدان جنګوو" سهار وختي ابوعبيده عامر ابن الجراح رضي الله عنه د خوف لمونځ اداء کړو چي ويي کتل د ملخانو دسيل پشان صليبونو او بيرغونه را څرګند شول دوي فکر کاوه دومره کسان کله هم جنګ ته نوه داخل شوي ماهان الارمني بيا خپله خيمه په جيږه غونډۍ ودروله خپل بادشاهي تخت يي هلته کيښود او په خپلو صليبيانو يي د صفونو برابرولو امر وکړو ۔ ابوعبيده عامر ابن الجراح رضي الله عنه هم له لمونځ وروسته أتلو غازيانو ته امر وکړو چي هر څوک د پرون پشان پخپل صف کي ودريږۍ ټول خپلو خپلو ځايونو او آسونو ته ورغلل ابوعبيده عامر ابن الجراح رضي الله عنه بيا ټولو باندي وګرځيدو د صبر او استقامت توصيه يي ورته وکړه ټولو ته يي دعاوي وکړي دجهاد فضیلتونه يي ورته بيان کړل په ښځو او مالونو يي عمروبن سعيد بن عبدالله رضي الله عنه مسؤل وټاکلو د غازيانو د لښکر ښي اړخ ته يي پنځه سوه(500) غشي ويشتونکي په کيڼ اړخ يي هم پنځه سوه(500) غشي ويشتونکي او په منځنۍ برخه کي يي هم پنځه سوه(500) غشي ويشتونکي ودرول ۔ ابوعبيده عامر ابن الجراح رضي الله عنه ټولو غشو ويشتونکو ته وويل کله چي دښمن يرغل وکړ نو په يو وار به دغشو باران پري کوي ځانله ځانله به غشي نه ولۍ بلکه داسي په اتفاق به يي ورخوشي کوي لکه له يوي لندي چي وځي پخپلو ځايونو مضبوط ودريږۍ ترهغي مه بيځايه کيږۍ تر څو ما درته امر نوي کړي ۔ ابوسفيان رضي الله عنه خپل ځوي يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه ته ورغي له هغه ملګري را تاؤ شوي وه هغه د بريد کولو اراده لرله ابوسفيان رضي الله عنه ورته دصبر غيرت بهادري تقوي او ټينګ عزم توصيه وکړه ورته يي وويل زړه مضبوط ساته ويره له زړه لري که بيرغ ځمکي ته پريوتلو ته مه پريږده که تيښته يا نامردي دي وکړه د الله جل جلاله په غضب به ګرفتار شي ۔ يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنهما وويل ان شاءالله ته به زما بيرغ لاندي مجاهدين وګوري چي څنګه سرښندنه کوي بيا يي بيرغ اوچت کړو په مجاهد‌و أتلو غازيانو يي امر وکړو چي په صليبيانو بريد ښخ کړۍ هغوي سمدستي د تکبير په نعرو په دښمن بريد وکړ دوي دلښکر په منځني برخه کي وه نو ځکه يي د رومي صليبيانو په منځ بريد وکړ سخته جګړه يي وکړه دغه وخت يو غټ رومي جنرال چي د سرو زرو صليب او لس زره(10000) جنګيالي ورسره وه دمسلمانانو د صف په ښي اړخ بريد وکړ د دغه صفونو مشر عمروبن العاص رضي الله عنه ؤو مسلمانانو غازيانو سخت مقاومت وکړ کله به شاته شول کله به بيرته مخ ته لاړل دوي د ماتي په حال کي شول ترهغي چي رومي عسکر هغي غونډي ته نژدي شول چی ښځي پکي وي هغوي يي محاصره کړلي يوي ښځي چغي کړي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د دين څوک مرستندويان شته کنه زبير بن عوام رضي الله عنه خپلي ښځي اسماءبنت ابي بکر رضي الله عنها سره ؤو دهغه سترګي خوږيدي دوائي يي پکي اچوله چي دغه آوازونه يي واوريدل پوښتنه يي وکړه څه چل شوي غفرا بنت عثمان رضي الله عنها ورته وويل يوه ښځه چغي وهي چي د مسلمانو د صفونو ښي اړخ مات شوي او صليبيان دلته را ورسيدل مونږ يي محاصره کړو هغه وويل په الله جل جلاله قسم چي زه دخپل دين مرستندوي يم هغه له سترګو پټي لري کړه په خپل آس سپور شو بيا يي وويل زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ترور ځوي او ابوبکر رضي الله عنه زوم يم زه به اوس په صليبيانو قيامت راولم ۔ دليث بن جابر رضي الله عنه څخه روايت دي چي زبيربن عوام رضي الله عنه داسي اتلوال ګذارونه وکړل چي يو عرب مجاهد هم ورسره نه ؤو په يواځي ځان يي لس زره(10000) صليبي عسکر شاته وتمبول ترهغه ځايه يي ورسول چيرته چي د صليبیانو خپل صفونه وه دغه وخت د عمروبن العاص رضي الله عنه تر قومندي لاندي بعضي تښتيدلي مسلمانانو بيرته په يوبل
Show all...
2👍 1
بيا يي ورته وويل حوري ستاسي انتظار کوي ۔ ددوي شعار دغه وخت( أََلْجَنَّة أَلْجَنَّة) ؤو دوي په ډيره مينه او شوق حمله وکړه دوي په هماغه طرف حمله وکړه کوم طرف چي عربي نصرانيان وه هغوي کي يي زيات کسان ووژل د غسان قبیلي يو تن سره صليب او بيرغ ؤو يو غازي په هغه حمله وکړه له آس يي را وغوزولو مړ يي کړو صليب او بيرغ په ځمکه وغورځيدو نصراني عسکرو د صليب راخستلو په موخه سخته جګړه وکړه دواړه طرفه زيات تلفات واوختل دغه وخت د ازد قبيلي بيرغ عياض بن غنم الاشعري رضي الله عنه سره ؤو هغه په تيښته شو د هر چا کاميابي او ناکامي په بيرغ پوري تړلي وي چي بيرغ په ځمکه وغورځيږې يا بيرغ والا وتښتي نو هغه ماتي ګڼل کيږې په هغه پسي سيف الله المسلول خالد ابن وليد رضي الله عنه او عمروبن العاص رضي الله عنه ورغلل چي بيرغ تري واخلي خو عمروبن العاص رضي الله عنه له سيف الله المسلول خالد ابن وليد رضي الله عنه اول ور ورسيدو بیرغ يي تري واخستلو دغه د يرموک دغزا دريمه ورځ وه چي ډيره سخته وه دري واري بعضو کسانو تيښته وکړه خو ښځو به په لرګيو وهل په ډبرو يي ويشتل بيرته به يي را وګرځول تر ماښامه سخته جګړه وشوه ماښام چي لمر پريوت نو هر څوک خپلو ځايونو ته لاړل مسلمانانو هم شهيدان ورکړي وه خو د صليبي عسکرو تلفات بيخي زيات وه " نوربيا راسره اوسۍ په شير کولو کي يي مرسته وکړي چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 307.308.309.
Show all...
2👍 1
( 129 ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص ۔سپیڅلي أتلان څوک دي؟ (129)برخه" عامربن طفيل رضي الله عنه بيرته ميدان ته ووتلو د صليبي عسکرو په ښي طرف يي حمله وکړه يوتن يي ووژلو بيا يي په کيڼ یا چپ طرف حمله وکړه هلته يي څو کسان ووژل بيا د لښکر زړه يا منځ ته لاړو هغوي يي سره وشيندل يو خوا بل خوا منډي يي تري وکړي بيا نصراني عربانو ته ورغلو هغوي ته يي وويل ميدان ته راووځۍ هغه ته مرتد شوي يمني بادشاه او پهلوان جبلة بن ايهم الغساني چي د شپيتو زرو(60000) عسکرو قومندان وو راووتلو هغه يوه زغره چي له سرو زرو او وريښمو جوړه وه اغوستي وه بله زغره يي دپاسه چي د تبابعه ؤو جوړه وه اغوستي وه د عاديانو د نسل تيز او تکړه آس باندي سپور ؤو يوه کلکه فولادي خولي یی په سر کړي وه ۔ جبلة بن ايهم الغساني مرتد شوي بادشاه ورته وويل ته څوک او د کومي قبيلي يي عامر بن طفيل رضي الله عنه ورته وويل زه د دوس د مشهوري قبيلي يم نوم مي عامر دي جبلة بن ايهم ورته وويل ته مي خپلوان يي بيرته لاړ شه په ځان رحم وکړه او زما د وژلو تمه مه لره ته ما نشي وژلي عامربن طفيل رضي الله عنه ورته وويل ما خو ځان درته معرفي کړو ته هم ځان را وښايه جبله بن ايهم ورته وويل زه ديمن د غسان قبيلي مشر يم زه نامتو پهلوان يم تا چي زمونږ نامتو پهلوان ووژلو چي هغه د ماهان او جرجير سیال ؤو نو ما وليدي ځکه درته راووتلم چي ته زما سيال يي زر دي چي تا ووژنم او ماهان ته ستا په وژلو ځان نژدي کړم هغه به ډير انعامونه راکړي هرقل ته به ګران شم لوړي چوکي به راکړي ۔ عامربن طفيل رضي الله عنه ورته وويل تا چي د خپل زور او طاقت خبره وکړه نو زمونږ رب جل جلاله تر هرچا زيات قوي دي او ستا په شان د ډيرو کبرجنو هلاکوونکي دي دا چي ته وائي زه به ستا په وژلو هرقل ته ګران شم لوړي چوکي به راکړي خو زه هم غواړم ستا په وژلو الله جل جلاله ته نژدي شم او جنتونه راکړي له هغي وروسته دوي يو په بل وارونه وکړل خو د جبلة بن ايهم وار پري ولږيدو په سر يي ووهلو او شهيد شو جبلة بن ايهم له خوشحالي تاؤ راتاؤ شو کبر او غرور يي وکړو ځان سره يي وويل اوس به ماهان او هرقل ته څومره نژدي شم دغه وخت د عامر بن طفيل رضي الله عنه ځوي جندب بن عامر رضي الله عنه خپل پلار وليدو چي شهيد شو هغه سره د پلار بيرغ ؤو ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه ته راغلو ورته يي وويل دغه بيرغ بل چاته ورکړه زه غواړم يا شهيد شم يا د پلار بدله واخلم ابو عبيده ابن الجراح رضي الله عنه بيرغ بل چاته چي دهماغه دَوْسِي قبيلي ؤو ورکړ او جندب بن عامر رضي الله عنه ميدان ته لاړو جبله بن ايهم ته ودريدو ورته يي وويل دغه دي زه درته راغلم اوس به بدله درڅخه اخلم جبله بن ايهم ورته وويل ته څوک يي ده ورته وويل ددغه شهيد ځوي يم جبله بن ايهم ورته وويل تاسي څه شي مجبوره کړي ياست چي ځانونه په خلکو وژنۍ ۔ جندب بن عامر رضي الله عنه ورته وويل چي مونږ ته پاک رب جل جلاله جنتونه او لوړي درجي راکوي بيا هغوي يوپه بل وارونه شروع کړل سخته مقابله وشوه مسلمانانو دهغه په اتلولي شکرونه وويستل او صليبیانو يوبل سره وويل راځي چي بريد پري وکړو کنه نو له دغه بادشاه او پهلوان به مو خلاص کړي سخت جنګيالي هلک دي دغه وخت جندب بن عامر رضي په جبله بن ايهم سخت ګذار وکړو يو خرپ يي وختلو هغه فکر وکړو چي سم يي وهلي خو هغه ډبل زغري اغوستي وي ځان يي سست کړو چي وښايي زه سخت زخمي يم جندب بن عامر رضي الله عنه غافله شو چي جبله ورباندي وار وکړو او شهيد يي کړو دغه وخت جبله بن ايهم زيات خوشحاله شو او بيا يي د مبارزي غوښتنه کوله خو خپلو نصراني عسکرو ورته چغي کړي نور بس دي راځه تا خپله وظیفه سرته ورسوله هغه ډير په کبر او غرور روان شو خپلو ملګرو ته لاړو سراعلي قومندان ماهان ورته سړي راوليږلو د هغه ډيره ستاینه يي وکړه مسلمانانو ته د پلار او ځوي په شهادت سخت صدمه ورسيده د هغه قوم دٙوس یو پر بل غږونه وکړل چي ميدان ته ووځي او د خپل سردار انتقام واخلي ټول قوم ورته لبيک وويلو د هغوي سره ازديان هم ملګري شول دغه د ازد قوم د دوس قبیلي سره حليفان وه ترمنځ يي جنګې تړون شوي ؤو دغو دواړو قومونو په صليبيانو يرغل وکړ او ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه هم غازيانو ته د عمومي جګړي امر ورکړو هغه دغه ايات شريف تلاوت کړو ۔ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (133) تلوار او بيړه وکړۍ مغفرت ستاسي ته او دجنت چي پلنوالي يي د اسمانونو او ځمکو په برابر دي او تيار کړل شوي دي دپاره د پرهيزګارانو ۔
Show all...
2👍 1
( 128 ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص سپیڅلي أتلان څوک دي۔ (128)برخه: کله چې قتامه بن ايشم الکناني رضي الله عنه ټولي اوه توري ماتي کړي نو په غازيانو يي غږ وکړ اي اتلو غازيانو او د قیس بن هبيره رضي الله عنه ملګرو همت وکړي د بري وخت راغلي بيا يي دغه آيات مبارك تلاوت کړو۔ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (200) اي هغه کسانو چی ايمان يي راوړي صبر کوي او ټينګ اوسۍ په صبر د کفارو په مقابل کي او محکم اوسۍ په اسلامي سرحداتو کي او وويريږۍ له الله جل جلاله څخه دپاره ددي چې کاميابۍ ته ورسيږۍ ۔ هغه فرمايي ما کله داسي سخته حمله نوه ليدلي لکه جنرال جرجير او دهغه عسکرو چي وکړه مونږ يوبل سره ګډوډ شو دغه وخت سيف الله المسلول خالد ابن وليد رضي الله عنه د ښي طرف صليبيان وشړل او زيات يي مړه کړل او دوه زره غازيان يي بيرته د جرجير عسکرو ته مخامخ کړل ښه زيات مړي يي پکي وکړل خو په لکونو خلکو کي مړي کيدل نه معلوميږې سيف الله المسلول خالد ابن وليد رضي الله عنه بيرته خپلو ملګرو ته را وګرځيدو ګوري چي هغوي قتامه بن ايشم الکناني رضي الله عنه ته دعاوي کوي او د هغه اوه توري ماتيدل او اتلولي ستائي سيف الله المسلول خالد ابن وليد رضي الله عنه هم هغه وستايلو ۔ دغه وخت د زرعه رضي الله عنها په نوم د حارث لور سيف الله المسلول خالد ابن وليد رضي الله عنه ته راغله ورته يي وويل اي د وليد ځويه د جګړي ګټل د امير په ثابت قدمۍ پوري اړه لري که امير ثابت قدم و اوسي غازيان يي هم ثابت قدمه شي که امير وتښتي لښکر يي هم تښتي هغه ورته وويل زه تيښتي والا نه يم هغه چي تښتيدلي د هغوي دي مخ تور شي زه د صليبي لښکر په منځ کي ورننوتي وم ۔ دغه وخت سراعلي قومندان ماهان خبيث خپل لښکر ته وکتل چي د ماتي په حال کي دي نو کومکي عسکر يي ورته راوليږل هغوي کي يوتن لوړ او مضبوط پهلوان لکه د غره ټوټه دومره غټ وو ميدان ته راووتلو او د مبارزي غوښتنه يي وکړه هغه ته يو تنکي ازدي ځوان ور ووتو له څه مقابلي وروسته يي هغه شهيد کړو بيا يي غږ وکړو چي څوک شته چي را ووځي دغه وخت سعد بن معاذ رضي الله عنه را ووت ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه ته يي وويل ماته اجازه وکړه چي ورشم ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه ورته وويل د رسول الله صلی الله عليه وسلم خاطر در اچوم چي په خپل ځاي ودريږه او خپل بيرغ سمبال کړه هغه بيرته لاړو په خپل ځاي ودريدو بيا يي غږ وکړو څوک شته چي زما آس او وسله واخلي او دغه پهلوان ته ورشي دغه وخت يي ځوي تنکي ځوان عبدالرحمن بن سعد بن معاذ رضي الله عنهما را ووت هغه وويل زه يم زه ستا د وسلي حقدار يم بيا د خپل پلار په آس سپور شو پلار ته يي وويل پلاره زه ورځم که هغه مي مردار کړو بيرته به راشم که زه شهيد‌ شوم نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته که کومه خبر رسول غواړي همدا اوس يي راته ووايه ۔ سعد بن معاذ رضي الله عنه ورته وويل په رسول الله صلي الله عليه وسلم مي سلام وايه ورته ووايه الله جل جلاله دي دخير بدله درکړي بيا يي ورته وويل ځويه ورځه پخير الله جل جلاله دي توفيق درکړي له هغي وروسته عبدالرحمن بن سعد بن معاذ رضي الله عنهما لکه د اورلمبه آس وځغلاوه او د پهلوان په وړاندي حاضر شو يو په بل يي بريد وکړ رومي پهلوان هغه په سر ووهلو پټکي يي پري شو او سر يي زخمي شو رومي فکر کاوه چي اوس به له آس پريوزی بيا به يي مړ کړم خو هغه چي د دومره غټ پهلوان طاقت نه لرلو بيرته مسلمانانو ته را وګرزيدو سعد بن معاذ رضي الله عنه ورته وويل ولي څه چل وشو هغه ورته وويل پلاره سخت زخمي يم سعد بن معاذ رضي الله عنه ورته وويل نور نو له دنيا څه غواړي چي راغلي مسلمانانو يي زخم پټي کړو هغه بيا غوښتل چي ميدان ته لاړ شي خو خلکو ونيوو ورته يي وويل اوس ته د جګړي کولو نه يي ۔ له هغي وروسته ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه وويل څوک به ورشي عامر بن طفيل رضي الله عنه را ووت هغه وويل زه ورځم ۔ عامر بن طفيل رضي الله عنه د يمامه په غزا کي سيف الله المسلول خالد ابن وليد رضي الله عنه سره ؤو هغه يو ښه تکړه اتل ؤو هغه د يمامه په غزا کي خوب ليدلي ؤو چي يو ښځه ده خپل فرج اذاد ونيسي هغه دومره لوي وي چي عامربن طفیل رضي الله عنه پکي ټول دننه شي ورپسي ځوي رامنډه کړي هغه هم غواړي ور داخل شي خو نشي ننولاي بيا يي دغه خوب غازيانو ته تير کړو هيچا ورته تعبير ورنکړو هغه وويل زه يي په تعبير پوهيږم د ښځي فرج ځمکه ده چي زه به شهيد شم او په قبر کي له خښ شم او ځوي به مي زخمي شي هغه د یمامه په غزا کي زبردسته غزا وکړه خو شهيد نشو دلته د يرموک په غزا کي هغه پهلوان ته ور ووت اول يي په يوه نيزه جګړه شروع کړه هغه نيزه باندي يي ډيرو جګړو کي کار کړي ؤو هغه ماته شوه بيا يي توري ته لاس کړو صليبي پهلوان يي په څټ کي ووهلو توره
Show all...
2🥰 1
يي ښکته کولمو ته ورسيده او هغه لعين په اس پوري ځان تړلي وه هغه له اس مړ ويزاند شو عامربن طفيل رضي الله عنه اس ونيوو او په منډه يي مسلمانانو ته ور ورساوه خپل ځوي ته يي وکړو ۔ نوربيا راسره اوسۍ په شير کولو کي يي مرسته وکړي چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 304.305.30
Show all...
2👍 1
مي د دغه بيرغ په ورښمينه ټوټه کي تاؤ کړي سترګي راباندي پټي کړي چي خپل مرګ ونه وينم هغوي سترګي ورباندي وتړلي او خپله يي مسلمانانو سره جنګ شروع کړو خو ټينګ نشول اتل او باتور غازي ضرار بن الازور رضي الله عنه د هغه تخت ته ځان ور ورسولو او هغه جنرال ديرجان يي د جهنم ميلمه کړو په دغه ورځ په زړه پوري خبره دا وه چي جنرال جرجير د رومي لښکر په ښی اړخ او جنرال قناطیر په چپ اړخ ټاکل شوي ؤو دوي خپلو کي سره وران شول جنرال جرجير جنرال قناطير ته وويل ولي حمله نکوي هغه ورته وويل ته ولي ماته وايي زه په تا امير يم زه به تاته امر کوم هغه ورته ويل نه زه ستا امر نه منم ته به زما امر مني اخر جرجير ته غصه ورغله په مسلمانانو يي بريد وکړ دغه طرف باندي د کنانه ۔قیس۔خثعم۔قضاعه۔غسان۔عامله مجاهدين وه په هغوي جګړه سخته شوه فقط بيرغونو والا په ځاي پاتي شول نور شاته شول ښځو چي وليدل نو په هغوي يي د ډبرو ګذارونه شروع کړل يو طرف دښمن ورپسي ؤو بل طرف خپلو ښځو په ډبرو ويشتل له مجبوري بيرته جنګ ته داخل شول ۔ د منهال الدوسي رضي الله عنه څخه روايت دي چي دغه وخت بيرته ستنيدونکو غازيانو يو بل ته دغه ايات تلاوت کړو ۔ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3) وصيت يي کړي وي يوبل ته په حق سره او وصيت يي کړي وي په صبر سره ۔ دوي بيا بيرته غزا شروع کړه دوي يو تن وليدو چي قتامه بن ايشم الکناني رضي الله عنه نوميدو هغه به کله په توره جګړه کوله کله په نيزه د هغه لاس کي دري توري ماتي شوي چي يوه توره به يي ماته شوه د خپل لاس وژل شوي څخه به يي توره واخستله بيا به يي شروع خښه کړه هغه به داسي اشعار ويل زه به په صليبي غپيدونکو سپيانو خپله توره وچلوم زه به زړه ورباندي يخ کړم زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د دين سپاهي يم هغه زمونږ خير خوا او هدايت ته بلونکي ده۔ دغه اتل غازي دوه توري نوري هم ماتي کړي هغه چغي کړي څوک به ماته مضبوطه توره راکړي چي الله جل جلاله اجرونه ورکړي۔۔۔ نوربيا راسره اوسۍ په شير کولو کي يي مرسته وکړي چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 301.302.303
Show all...
2🥰 1
( 127 ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص سپیڅلی أتلان څوک دی؟ (127)برخه" مسلمانانو ښځو چي خپل ميړونه به يي له تيښتي منع کول بعضي پيغلي وي ورونه او خپلوان يي په غزا بوخت وه دغو اتلانو کي خولة بنت الازور ۔خولة بنت ثعلبه۔کعوب بنت مالک۔سلمی بنت هاشم۔نعم بنت فياض۔هند بنت عتبه بن ربيعه ۔لبني بنت جرير الحمريه رضي الله عنهن وي ۔خولي بنت الازور رضي الله عنها داسي اشعار ويل چي تيښته کوونکو ته پکي پيغورونه وه هغوي ته پکي غيرت ورکول وه دجنت شوق او له دوزخ ويره پکي وه تيښته کوونکي چي پوي شول دين یی هم لاړو او ښځي يي هم نه قبلوي بيرته جنګ ته ستانه شول هند بنت عتبه رضي الله عنها د خَولي رضي الله عنها تر څنګ ولاړه وه هغي هغه اشعار ويل چي د احد په غزا کي يي د مشرکينو لپاره ويلي وه دا هغه ښځه ده چي د امير حمزه رضي الله عنه زړه يي ايستلي ؤو هغي هم پوره کوشش وکړو چي مجاهدينو ته روحيه ورکړي هغي وويل تاسو به خپل رب جل جلاله څخه چيرته تښتی هغي خپل ميړه ابوسفيان رضي الله عنه وليدو چي آس را زغلوي هغي مخي ته ورمنډه کړه د هغه آس يي په لرګي وواهه ورته يي وويل اي بيغيرته چيرته تښتي لاړ شه خپل تاريخ صفا کړه تا په جهالت کي د اسلام په ضد څومره کارونه کړي لاړ شه خپله اتلولي وښايه قسم دي چي ونه ګرځي زه په تا حرامه يم د زبير بن عوام رضي الله عنه څخه روايت دي ما چي کله د هند بنت عتبه رضي الله عنها غيرتي خبري واوريدي د احد‌ غزا را پياد شوه چي زه د رسول الله صل الله عليه وسلم ترڅنګ ولاړ وم او هغي مشرکين د رسول الله صلی الله عليه وسلم وژلو ته هڅول اوس چي ورته هدايت وشو نو خپله اتلولي په جنګ ښايي ۔ بيا زبير بن عوام رضي الله عنه فرمايي ابوسفيان رضي الله عنه چي د خپلي ښځي غيرتي خبري واوريدي نو بيرته ستون شو او نور تښتيدلي خلک هم ورسره ستانه شول خوله بنت الازور او هند بنت عتبه رضي للله عنهما او نوري غازياني مي وليدلي چي تر بيرته ستنو شوو غازيانو وړاندي شوي هغوي د تکبيرونو اوازونه کول او په صليبیانو يي قيامت جوړ کړو ما يوه اتله ښځه وليدله چي په يو غټ پهلوان يي حمله وکړه هغه په اس سپور وو او دغه ښځه پياده وه هغه په هغه پهلوان پسي کلکه ونښتله له اس يي را وغوزاوه او مردار يي کړو مسلمانانو چي ښځي وليدلي چي ميدان ته داخلي شوي او په صليبیانو سخت بريدونه کوي نو د هغوي حوصلي لوړي شوي هغوي خپلي اتلولي ته دوام ورکړو او هغه ازدي تنکي ځوان د ابو هريره رضي الله عنه په ملتيا په کافرانو کي دومره مړي کړي وه چي د هغوي اسونه په مشکل پکي ګرځيدلاي شو ۔ د سعيد ابن زيد رضي الله عنه څخه روايت دي چي د مسلمانانو د لښکر په ښي اړخ زياته جګړه وه کله به مسلمانان ورته ټينګ شول کله به شاته لاړل او صليبیان لګ لګ وړاندي راتلل کله چي خالد بن وليد رضي الله عنه وليدل چي دښمن نور ددوي په طرف زړه نه ښه کوي ځکه دوي دومره تري وژلي چي د مړو امبارونه پراته دي نو خپلو شپږ زره غازيانو ته يي امر وکړو چي د مسلمانو غازيانو د ښي اړخ مجاهدينو سره مرسته وکړي هغوي په هغه صليبیانو حمله وکړه چي مخته راغلي وه د صليبي عسکرو مخته خالد بن وليد رضي الله عنه او ملګري يي ورغلل دهغوي په وژلو يي شروع وکړه هغوي په تيښته شول ډير پکي په منډو يو په بل وختل د اسونو ترخپو لاندي مړه شول خالد بن وليد رضي الله عنه چي د غازيانو مورال وليد چي ټيټ دي غږ يي ورباندي وکړ اي د قرآن کريم پيروانو ما د دښمن زور اوبه کړي سخته ضربه مي وکړي همت مه بايلۍ پري راتاؤ شۍ سخت کاري بريد پري وکړي د الله جل جلاله په مرسته فتح نژدي ده او دوي به الله جل جلاله ستاسي په لاسونو اسيران ګرځوي هغوي ورته په جواب کي وويل لبيک لبيک مونږ حاضر يو مونږ حاضريو خالد بن وليد رضي الله عنه د دښمن په وينو ککړه توره وڅنډله بيا يي په صليبيانو قيامت جوړ کړو د عبدالرحمن بن حميدي الجمحي رضي الله عنه څخه روايت دي چي زه خالد بن وليد رضي الله عنه سره وم چي مونږ په هغه لس زرو د بادشاهي ګارډ سري قطي باندي حمله وکړه کوم چي لس لس يوبل سره په ځنځيرونو تړل شوي وه خو هغوي نه شاته تلاي شول نه مخته شاته يي لويه ژوره کنده ايستلي وه چي له ويري تیښته ونکړي او مخته يي مونږ وو خالد بن وليد رضي الله عنه فکر وکړو دوي خو هسي هم زمونږ غنيمت دي هغه د لښکر په منځ ورننوتلو مونږ ټول ورسره وو هلته جنرال ديرجان ؤو زمونږ شعار يامحمد يامنصور امتک أمتک ؤو جنرال ديرجان ته ماهان الارمني د جنګ امر نوو کړي اخري ته يي ساتلي وه هغه سره د مرغلرو ډک صليب ؤو او خپل زرګونه ملګري ورسره وه خالد بن وليد رضي الله عنه په هماغه ځاي حمله وکړه جنرال ديرجان ته خپلو جنګي قومندانانو وويل اوس د جنګ وخت راغلي د مسلمانانو غازيان زمونږ عسکرو ته را ورسيدل ګډوډي يي پکي پيدا کړه مونږ ته امر وکړه چي وجنګيږو هغه ورته وويل زه نه غواړم په خپل ځان بده ورځ راولم سر
Show all...
3
Choose a Different Plan

Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.